ننګرهار ‏نه ‏تاجکستان ‏نه ‏ترېشرې ‏صادر ‏شوې!

ننګرهار ولایت کې جاويد افغان د کرنیزو وسایلو کمپنۍ څخه په نړيوال معيار برابر ترېشرې تاجکستان هېواد ته صادر شوې.

د جاويد افغان په نوم د ترېشرو او نورو کرنيزو سامان الاتو د جوړولو دا فابريکه ۲۳ کاله وړاندې د ملي سوداګر حاجي تورملنګ له لورې جوړه شوې چې تر اوسه يې زرګونه ترېشرونه جوړ کړي چې د هېواد  بېلابېلو سيمو او همدارنګه نورو هیوادونو ته یې استولي دي.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې لۀ افغانستان څخه د وچو او تازه مېوو سربېره د سبزیجاتو پۀ شمول یو زیات شمېر غالۍ او نور بېلابېل توکي صادر شوي چې هر کال د صادراتو پۀ کچه کې پام وړ زیاتوالی لیدل کيږي.