د ‏ابوجهل ‏قاتل ‏همدې ‏ټولګي ‏کې ‏دی؟

یو کس په ښوونځي کې د ښوونکي په دنده مقرر شو
په اوله ورځ چې ټولګي ته ننوت
له زده کوونکو یې داسې پوښتنه وکړه
ابوجهل چا وژلی؟
اول زده کوونکي وویل ما نه دی وژلی.
دویم زده کوونکي وویل زه پرون غیر حاضر وم.
دریم زده کوونکي وویل ما تراوسه میږی نه دی وژلی ته راباندې سړی وژنې.
ښوونکي د ښوونځي مدیر ټولګي ته راوغوښت چې دا دی څه شنه سره راټول کړي؟
یو هم په ځواب نه پوهیږي؟
مدیر بیا له سره ټولو زده کوونکو نه پوښتنه وکړه او ټولو ورته همدا ځواب ورکړو چې موږ نه دی وژلی.
نو ښوونکی یې څنګ ته کړ او ورته یې وویل چې: ته یقیني یې چې د ابوجهل قاتل همدې ټولګي کې دی؟
ښوونکي چې د مدیر خبره واوریده ښوونځی یې پرېښود او اوس په بازار کې کچالو خرڅوي.