د ‏بواسیر ‏ناروغۍ ‏علایم، ‏سببونه ‏او ‏درملنه!

که چیرې د غټو کولمو د وروستۍ برخې رګونه وبړسېږي. سخت درد کوي کله چې په هغې کې زیاته وینه جمع سي، نو چوي او وینه ترې بخېږي، دې ناروغۍ ته خوني بواسیر ویل کېږي.

کله چې په یاد سوی برخه کې یوازې خارښت او درد وی، نو هغې ته بادي یا ریاحي بواسیر ویل وکېږي.
# اسباب په سستو او تنبلو خلکو کې چې عموماً په ناستې کار کوي. ځیګر ناروغۍ، د قبضیت درلودل، د بادي څیزونو په ځانګړې توګه د غوښې زیات استعمال، مرچ مصالحه او د تېرو څیزونو زیات خوړل د دې ناروغۍ سببونه دي. 

# نښې د مقعد په وریدونو کې د وینې د جمع کېدو له امله سخت درد. کله کله د وینې اخراج، وینه خالصه او غایطه موادو سره ګډه نه وي. 

د پېچش او د بواسیر د وینې توپیر هم په دې کې دی چې د پېچش وینه له فضله موادو سره ګډه وي او کمه وي او د بواسیرو وینه زیاته، سره او بغېر له در ده خاجېږي.

د مقعد د معاینې په صورت کې هلته بهر وړې وړې غوټې لیدل کېږي او یا دننه خواته د ګوتې په ذریعه معلومیږي، چې همدغه غوټې د بواسیر مهمه او غټه برخه ده. 

#درملنه ناروغ ته tab.pilex د ورځې درې ځلې دوه دوه ګولۍ ورکړئ. Pommad.Hadensa
  یا Pommad.Prepration. H
او یا Pommad.xylocoine د مقعد بهر او دننه ولګوئ له دې سره د درد افاقه کېږي.
د قبضیت د رفع کېدو لپاره ناروغ ته sal.parafin liquid
یا Cremafin ورکړئ ناروغ ته د التهاب په صورت
کې Cap.Ampiclox  500mg د ورځې ۴ دانې او د وینې د زیات جریان د کمېدو لپاره Inj.Anroail یا Vitk ورکړئ.

که چېرته د مقعد غوټې ډېری تکلیف لروونکي وي، ناروغ ته د جراحی عملیات مشوره ورکړئ.