فرزانه کوچۍ: ‏ټاکنو ‏کمېسون ‏یو ‏چارواکي ‏جنسي ‏اړيکې ‏لپاره ‏هند ‏ته ‏بېولم!

فرزانه کوچۍ وایي د پارلماني ټاکنو پر وخت رانه د ټاکنو خپلواک کميسيون يوه مقام نا مشروع جنسي اړيکو غوښته وکړه.

وايي د ټاکنو خپلواک کميسيون يوه مقام راته وويل، چې هند ته راسره لاړه شه، څو د رايو سيستم د هيک کولو او د رايو زیاتولو وسايل را ونيسي.

فرزانه وايي: ما ورته ځان ساده کړه، ويل مې ته يې راوړه، خو هغه کس ورسره زما په ورتلو ټینګار وکړ.

فرزانه ورسره لاړه نه شوه، خو خوشاله ده، چې هغه کس وروسته د فساد له کبله بندي او په څو کاله بند محکوم شو.