د ‏افغانستان ‏یو ‏پاسپورټ ‏په ‏۱۶۰۰ ‏ډالر ‏دی

واک ته د تالیبانو له رسېدو وروسته د تذکرو او پاسپورټ کارونه په ټپه درېدلي، خو کمېشنکاران د نویو پاسپورتونو په توزېع کولو توانېدلي او د یو جلد پاسپورت په بدل کې ۱۶۰۰ امریکایي ډالره ناقونه پیسې ترلاسه کوي. 

د یادونې وړ ده چې پاسپورټ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له ۲۴مې د پاسپورټونه تر نوي وېش پورې چې له هر ځایه صادر شوی وي، د اعتبار وړ نه دی او د پاسپورت درلودونکی به د سرحدي مسوولینو له خوا له پېژندنې وروسته، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د کمېشنکارانو له خوا د پیسو په بدل کې د پاسپورتونو جوړولو کمپاین روان دی، هر یو یې د پاسپورت جوړولو په بدل کې مختلفې بیې وړاندې کوي. او له چانو وهلو وروسته یو جوړجاړي ته رسیږي.
 
ډېری وګړي په دې اند دي چې په دې فساد کط لوړپوړي ټالیب مشران ښکېل دي او هر یو د جېب ډکولو هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده، دغه کسانو چې اوس بې درېغه فساد ته مټې رانغاړلي او تر سپېږمو په فساد کې غرق دي، همدوی په جمهوریت باندې د فساد تورونه لګول او د فساد نغرې یې ډنګولې.

د کمېشنکارانو له خوا د پاسپورټ ناقانونه وېش او په دې پراخ فساد کې د تالیبانو د ښکېلتیا موضوع مو د تالیبانو له یوه ویاند سره شریکه کړه خو ځواب یې ور نه کړ.