عزیزي ‏بانک ‏د ‏فساد ‏په ‏هڅه ‏کې

عزیزي بانک اوس په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د فساد پالیسي مخ ته وړي چې له امله په کې د مراجعینو حیثیت، عزت او سرمایه لمنځه وړل کېږي.

سره له دې چې یاد بانک په جلال اباد ښار کې دوه دفترونه او د ATM درې غرفې لري خو دوی د فساد رامنځته کیدو په موخه یوازې یو دفتر خلاص کړی.

سره له دې چې تالیبانو د یو مکتوب له مخې د ټولو بانکونو د خلاصېدو آمر کړ مګر دوی د فساد په موخه یوازې یوه برخه فعاله ساتي.
له اړوند دولتي ادارو مو غوښتنه ده چې په یاد بانک کې د بې عدالتۍ او فساد مخنیوی وکړي تر څو زموږ هېوادوال په خپلو پیسو بې حیاء او بې عزته نه شي.

که دوی په رېښتیا غواړي د فساد مخه ونیسي نو په کار ده چې خپلې ټولې څانګې او ATM غرفې پرانیستې وساتي.