پر ځینو خلکو د سړي خندا راشي. د ځینو خلکو هرڅه داسې بې خونده، بد بویه او بې رقمه وي، ته وا څو میلوني غونډه یې رابللې وي او دی په کې د سټېج پر سر«ټیز» خوشې کړي. ښکنځلې وکړي؛ خو سبا بیا همدا نورو ته د هغوی د یوې کوچینۍ مسلې له کبله سل و زر پیغورونه ورکوي. ځان پاک او سم سړی معرفي کوي.
غیرتي او پښتون. اسماعیل یون عالم سړی دی، پښتون دی. یو علمي کادر دی؛ خو ډېر بې ثباته او له کارغانو سره ناسته ولاړه لري، د کارغانو خولې کرۍ ورځ د خلکو د ګنده ګیو په خوړلو بویناکې وي او دی هم ورسره هماغه خوري. همدا دوه لسیزې وړاندې یو داسې انسان و چې څادر یې پردی اغوسته. ان ځینو علمي مجلسونو او ناستو ته په ورتک به یې پردۍ جامې اچولې.
جمهوریت راغی، لکه د بل هر بې ثباته پښتون، د نورو د حق خوړونکي پښتون، پر پښتو او پښتونولۍ نومونو د پروژو، پیسو او برخو خوړولو له برکته اسماعیل یون په میلونر دا دی واوښت. ځکه د بیان له ازادۍ او ولسواکۍ په استفادې یې ډیرې لوبې وکړې. د ښاغلي غني کلک مرید و. مفت او پراخه امتیازات او امکانات یې ورڅخه اخېسته، بیا په ډیرې برخې اخېستنې وران شو او ښکنځلې یې شروع کړې.
له حامد کرزي یې شوړې ووهلې. د کابل وزیر اکبر خان کې یې په دولتي ځمکه لکه د یو بهرني میلیاردر مجلله ماڼۍ جوړه کړه. دلته د جلال اباد ښار مستوفیت څلور لارې لاندې یې یوه څو چته بنګله جوړه کړه. دوبۍ کې یې ځایونه واخېستل. تلویزیون یې په دولتي غصب ځمکه جوړ کړ. شخصي یې کړ. همدا اوس یې ننګرهار ــ کامې ولسوالۍ ته په ورتلوونکي پُل اړخ کې چې لاندې د کونړ سیند بهیږي او قیمتي ــ بهترینه ځمکه ده، په دوه جریبه شاوخوا ځمکه کې یې په میلونونو ډالرو دا څو چته ودانۍ جوړه کړې، تازه یې کارونه خلاص شول. وایي خصوصي پوهنتون، انستیتونه او نور شیان په کې جوړوي. دا هرڅه یې د جمهوریت، پښتونولۍ، افغانولۍ تر نامه لاندې راټول کړي دي.
میرمن یې څو دورې ولسي جرګه کې لکه د یو سهم په توګه ځای پر ځای پاتې شوه او اوس هم برحاله وکیله ده. خپله د کابل پوهنتون استاد دی. وا سړیه تر استادۍ به نوره مقدسه، با عزته دنده بله وي؟ زه خو د دولتي پوهنتون استادي په وزارت سره نه برابروم. مخالفت کې دومره ولوېده چې په غني پسې ښکنځلې یې شروع کړې. د غني مسلمانه او هغه سیلرحمه میرمن چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ یمو کلونو کې یې افغانستان کې د افغاني بې وزله ماشومانو او بې وزله میرمنو لپاره د درملنې او خیر و ښېګڼې بنسټ په شخصي پیسو جوړ کړ. په هر صورت د هېواد لومړۍ میرمن د عیسوۍ په توګه خلکو ته معرفي کول، ارګ د کلیسا په توګه خلکو او رسنیو کې معرفي کول، د همده کار و. کابلي تالیبان او دا خامه خوله هلکان همده ښاماران کړل او د وطن له زړه نه د بیان او رسنیو د ازادۍ په نوم، کرۍ ورځ تالیبانو تبلیغات او لابیګري کوي. د حکومت، نظام پښې وهي. دا سپېڅلي افغان سرتیري ملحدین او مرتدین معرفي کوي. د پښتنو په سر او نوم پروژې وباسي.
دا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د عبدالله دفتر کې لکه یو ماشوم ناستې ــ ولاړې کولې. کله قطر تالیب ته ورخوشې وي. کله مسکو ته. کله اماراتو او پاکستان ته. په خدای د پوهنتون د یو مشر استاد لپاره دا د شرم او عار خبره ده. همدا نن چې دا جمهوریت او د سلهاو زره افغانانو په وینو ولاړ نظام، ولاړ جمهوریت ته بربریت او سل و زر نومونه اخلي، دا د خلکو په قربانیو او وینو پسې خندا کوي. د همدې جمهوریت او بیان ازادۍ له برکته پر نظام، ولسواکۍ، حکومت او دولت مشر نیوکې کوي، کنه د تالیبانو وخت کې جلال اباد کې یو ځای پټه مشاعره کړې وه، بیا یې زندان ته وړی و. وهلی او ټکولی یې و. فقط یې کوم شعر ویلی و او شعر ته یې« وا، وا، وا» کړي وه. نن جمهوریت بربریت ګڼي. نقد دې وکړي. نقد یې حق دی. خو د اصولو مطابق، د حدود په چوکاټ کې. د خلکو قربانیو ته په احترام. هره ورځ په لسګونه زلمي د جمهوریت د بقاء او دوام لپاره خپلې ځوانۍ نذرانه کوي، داسې خلک بیا راپورته شي، د وحشت او بربریت نوم ورکوي. که سم نشوې، مجبوره یو تر باغو دې واړو.