یوې پېغلې ځان دېرش ځلې عملیات کړی.


هانکانګ کې يوې پېغلې نجلۍ دېرش ځله ځکه ځان عملیات کړی، ترڅو یې د ملګري خوښه شي، د نوموړې نجلۍ د ملګري غربي ډوله  نجونې خوښېدې نو دې نجلۍ هم له ځانه د يوې ښکلې غربي نجلۍ د جوړولو لپاره د ښکلا عملياتونو ته مخ کړه .

دا نجلۍ بېري نګ نومیږي، او په ۱۷ کلنۍ کې یې د ښکلا لومړی عملیات ترسره کړ، او اوس چې د ۲۲ کلونو ده، عملیاتونه یې ۳۰ ته رسولي دي. بېري نګ یې د ملګري  نه خوښېده، نو ځکه دې هڅه کوله چې ځان خپل ملګړي ته يوه خاصه نجلۍ ور وپېژني، له همدې کبله دې په پرلپسې ډول ځان عمليات کړی ترڅو خپل ملګري ته یوه  ښکلې او بې جوړې نجلۍ ښکاره شي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو د آغلې بېري په دې کار سخت غبرګونونه ښودلي او وايي چې د یوه نارينه د خوښې لپاره ځان عمليات کول سمه .پرېکړه نه ده.  غبرګون کوونکې زیاتره ښځینه دي او دا یې یو غیرې انساني کار بللی