د ښکلو نجونو زړونو لاسته راوړلو ۷ لارې!

 د ښکلو او حساسو نجونو زړونو ته لار پیدا کول ډېر اسانه کار دی،  خو په وړې غلطۍ دا کار او لاره ډېره زیاته سختېدلی او لرې کېدلی شي.

ښکلې او حساسې نجونې په وړې غلطۍ سره د ستاسو په وړاندې د زړه دروازې تړي او له دره مو شړي، نو له دې کبله باید د دا ډول نجونو د لاسته راوړلو لپاره له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي.

خپله غلطي و منئ، ځکه چې غلطي منل د صداقت نښه ده، یاد ولرئ چې ډېرې معمولي غلطۍ منل مقابل جانب ته دا ذهنیت ورکوي چې ته ډېر رښتینی یې او  خپله غلطي خپله بیانوې او دروغ نه وایې. مګر یاد ولرئ چې پخپلو لویو او غټو غلطیو ونه غږېږئ او خپل لمن په سر وانه ړوئ.

انسان له ذهنه عبارت دی، په تاسې مو بدن ځکه ګران دی چې تاسې ته د حس درک کولو قوه درکوي، که لاس ولرئ خو بې حسه وي،  او څه نشئ پرې حس کولی نو دومره ارزښت به ورنکړئ لکه اوس يې چې ورکوئ.له همدې کبله د انسان د ذهن مېکانيزم وپېژنئ، ترڅو تاسې ته د انسانانو په وړاندې د سم دریځ قوه درکړي.

د حساسو نجونو هم ټوله معامله په ذهن کې ده، ذهن په اړه یې بايد فکر وکړئ، د نجونو په ذهن کې چې څومره ځان ځايول سخت دي همدومره ترې وتل هم سخت دي.

یاد ولرئ چې ډېر موجودیت ستاسې ارزښت کموي، له همدې کبله  هغه نجلۍ چې تاسې غواړئ زړه ته یې لار پیدا کړئ په مخ کې موجود مه اوسئ، ډېر توس مه وهئ او يو ناڅاپه د یو څه وخت لپاره ځان شاته کړئ، تر څو یې کله ناکله په زړه را وورېږئ او  په ارزښت مو پوه شي.

ډېرې خبرې مه کوئ، ډېرې خبرې ستاسې څځه د غلطۍ د کېدو چانس زیاتوي،، څومره چې لږ خبرې کوئ همغومره به په امن کې یاست او غلطي به درڅځه نه کیږي.

یو ډول غوره کړئ د مثال په ډول تورې جامې اغوندئ، داسې نه چې ستاسې ټولې جامې تورې وی بس یو شي یې چې تور وی بسنه کوي، دا ددې سبب کېږي چې تاسې یو بېل ډول او سټایل ولرئ او نورو څخه بېل ښکاره شئ.

دا پورتنۍ ډېرې ساده خو ډېرې مهمې نکتې وې چې د حساسو نجونو زړه ته پرې لار پیدا کولی شئ.