زاخېلوال ‏د ‏ملي ‏اردو ‏خلاف ‏د ‏علیپور ‏ملاتړ ‏اعلان ‏کړ

زمونږ دغسې برخه خواره ده. 

چې کله خبره د واک او حکومت شي، بيا زما په سهم کې واکمن وي. چې خبره د عدالت او د مظلومو انسانانو د ژغورلو شي، دوی بيا د لنډغرو او ملېشو تر څنګ ولاړ وي. 
عليپور د سپاه پاسداران په پې رول روزل شوی جاسوس دی او هره ورځ د سيمې خلک د ده د ظلمونو او باجګيريو ښکار دي، ملېشه لري. 
نا مسئوله وال دي او هيڅ نوع قانوني حيثيت نلري. پرون یې په امنيتي ځواکونو ډزې کړي. پوليس شهيدان او ټپيان لري. د ټپيانو د وړلو لپاره په ورغليو هيلي کوپترونو یې هم فيرونه کړي. 
بالاخره ځانګړي پوليس مرستې ته ورغلي دي او ټپيان یې کابل ته رسولي دي.
 زاخېلوال صاحب د سياسي لالچ لپاره د امنيتي ځواکونو‌ په ځای د ملېشو ننګه کړې. سياست وکړئ. د حکومت مخالفت هم وکړئ. خو لطفا د بنسټونو، د قانون د تطبيق او عدالت په وړاندې خنډ مه جوړېږئ.