که دا نښې ونلرئ واده مه کوئ!

 که ستاسو  يوه نجلۍ يا هلک خوښ شي او کم وخت کیږي چې سره اشنا شوي ياست او غواړئ چې هغه وپېژنئ او هغه د خپل ژوند ملګری او شريک کړئ، نو بيړه مه کوئ.
 لومړی د خپلې خوښې وړ کس په خوي او خاصيتونو ځان سم وپوهوئ، د تير شوي ژوند په اړه یې پلټني وکړئ چې تير شوی ژوند یې څه ډول دی. د تعليم، کاروبار، ملګرو، کورنۍ او نورو پسې وګرځئ او له بشپړ اطمینانه وروسته د خپل راتلونکي ژوند په اړه تصميم ونيسئ.

دوهم: هغه کس و ازمايئ  چې ستا د اړتیاوو د پوره کولو توان لري که نه؟ که چيرې بریالی شو نو د ژوند ملګری يې وټاکئ.

درېم: که چيري ستاسو مور او پلار ستاسو لپاره څوک خوښ کړي وي او غواړي چې ستاسو واده له هغې یا هغه سره وکړي نو مخکي د کوژدې کوښښ وکړئ خبري سره وکړئ او په اړه  یې ځان خبر کړئ چې ستاسو له غوښتنو سره برابر دی که نه؟

څلورم: له واده مخکې د يو ښه ژوند په لټه کې شئ، تعليم وکړئ دنده پيداکړئ ځان لپاره د کاروبار غم وکړئ ترڅو ستاسو راتلونکي ژوند کې ستونزې او مشکلات نه وي.


کله مو چې پورته ذکر شوې خبرې عملي کړې، نو پوه شئ چې واده ته اماده یاست، نو بسم الله کړئ.