خوستيانو ‏نن ‏د ‏جمهوریت ‏او ‏نظام ‏پۀ ‏ملاتړ ‏لاریون ‏وکړ ‏او ‏طالبان ‏یې ‏وغندل

د خوست ولايت سلګونه اوسېدونکو د يو لوی لاريون په ترڅ کې د طالبانو د قطر دفتر مرستيال او د مذاکراتي ټيم غړي عباس ستانکزي څرګندوني وغندلې چې په روسيه کې يې د افغانستان اسلامي جمهوريت او ولسمشر غني پرضد کړې وې.

عباس ستانکزي روسيه کې يوې ناسته کې ويلي وو چې، که ولسمشر غني استفعا ورکړي دوی چمتو دي چې سوله وکړي خو خوستوال وايې دا خبري د طالبانو يو پلمه ده او طالبان د سولې نيت نه لري او لۀ یوې پلمې پسې بله راپيدا کوي.


د یادونې وړ ده چې طالبانو اور بند او سوله د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پورې تړلي وو، چې د بندیانو لۀ خوشې کېدو او شرط پوره کېدو وروسته هم خپلې وعدې ته ژمن پاتې نۀ شول.