ايا دا انسان ډوله شی، رښتيا ژوندى موجود دى؟!

ټولنیزو شبکو کې د ميانمار ځينې داسې تصویرونه خپاره شوي، چې انسان ته ورته یو ژوندی موجود پکې لیدل کيږي.

تصویرونو باندې په برمي ژبه کې يوه ليکنه شوي او پکې ویل شوي چې دا د ناګو په نوم يو مخلوق و، چې په ميانمار کې و، خو اوس ورک شوی دی.

په ليکنه کې دا هم ويل شوي، چې دا ژوندى موجود انسان ته ورته، د انسانانو په څېر پښې، لاسونه او څېره هم درلوده او ونو ته به ډېر په اسانۍ ختلو، او د منډې پر مهال ډېر چټک و.

خو وروسته د ريورس امېج سرچ په مرسته معلومه شوه چې دا عکسونه د ٢٠١٦ کال دي، هغه وخت د دې په اړه خبرونه او ليکنې خپرې شوي وې، چې دا په اصل کې يوه مجسمه ده، چې د فرانسې يوې مجسمه سازې جوړه کړې وه.
دا مجسمه هغې د خټو او د سمندري واښو په مرسته جوړه کړې وه، چې د فرانسې د يو سمندر په غاړه یې لګولې وه.