جاپان له افغانستان سره ۱۲۲ میلیونه ډالره مرسته کوي!

جاپان هیواد له افغانستان سره ۱۲۲ میلیونه ډالر مرسته کوي!
د جاپان هېواد وايي، چې د افغانستان حکومت سره به د بشردوستانه او پرمختیایي برنامو د ملاتړ په موخه ۱۲۲ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې جاپان لۀ ډېره وخته افغانستان سره ښې او دوستان اړيکې پالي او وخت ناوخت افغانستان سره مرستې کوي.
کله چې د جاپان نوم اخیستل کيږي نو حتماً ذهن ته د ناکامورا تصویر راځي، ناکامورا یو جاپاني الاصله افغان و چې افغانستان ننګرهار ولایت کې یې د کرنې، ښېرازۍ او سمسورتیا چارې پۀ رضاکارانه توګه سرته رسولې او د خیریه بنسټ لۀ لارې یې افغانانو سره مرستې مولې.
نوموړی شاوخوا کال مخکې د وطن د دښمنان لۀ خوا ووژل شو.