ننګرهار ‏کې ‏د ‏داعش ‏جلاد ‏ونیول ‏شو!

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالي د ګراټک په توري بابا سیمه کې د داعش ډلې جلاد، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې تر څار لاندې و، ونیول شو.
نوموړي جلاد د داعش لخوا نیول شوو زندانیانو ته شکنجې ورکولې، د بدن غړي یې ترې غوڅول، پۀ بمونو یې انسانان کېنول او بیا به یې بمونو ته چاودنه ورکوله.
کوم وخت، چې ننګرهار ولایت کې د تروریست هیواد پاکستان لخوا داعش ډله رامنځته او اوجج ته ورسېده، نوموړي جلاد بې شمېره افغانان پۀ ډېره بې رحمه توګه ووژل.
د انسان وژنې وحشت او بې ‌رحمۍ په برخه کې یې پاکستان کې ځانګړې روزنه تر لاسه کړې وه.
اوسمهال یې د چپرهار ولسوالي اړوند کلیو کې د داعش لپاره جلب و جذب او نوموړې ډلې ته یې پټن‌ځاینونه ترتیبول.