پنځه ‏میلیارده ‏افغانۍ سپما، ‏د ‏ښوونکو ‏او ‏سرتیرو ‏معاشونو ‏کې ‏اضافه ‏کیږي!

ډاکټر فاضل فضلي پۀ خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې جلالتماب جمهوررئیس د روان کال په عقرب میاشت کې د دولت د ټیټ رتبه مامورینو د معاشاتو د زیاتولو ژمنه کړې وه. په همدې منظور نن د جمهوري ریاست د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ د عالي شورا په غونډه کې په ټولو دولتي ادارو کې د (NTA) معاشاتو لومړنۍ ارزونه وشوه. 
لومړني نتایج ښيي چې موږ کولای شو پنځه ملیارده افغانۍ د (NTA) د غیر موثرو معاشاتو څخه سپما کړو او بیا دا مبلغ د یو مشخص میکانیزم له لارې د هېواد زحمتکشه ښوونکو او د وسله‌والو ځواکونو زړو
او منسوبینو په معاشاتو کې اضافه کړو. په دغه شورا کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې دا میکانیزم لږ تر لږه په درې میاشتو کې نهايي کړي.