ښځو ‏ته ‏له ‏کتلو ‏ځان ‏نشم ‏ساتلی، ‏څه ‏وکړم؟

یو کس عالم ته ورغی او ورته یې وویل:
چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي، 
په ښار کي ښځو ته له کتو څخه ځان نشم ساتلی، زه څه وکړم؟

عالم له شیدو ډکه پیاله ورکړه او ورته یې وویل چي د ښار په منځ کې به لاړ شې او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چې شیدې درنه توی نشي!

عالم په خپلو شاګردانو کې یو تن ته دنده وسپارله چې ورسره لاړ شي نظارت یې وکړي او دا یې هم ورته وویل چې که شیدې ترې توی شوې نو د خلکو په وړاندې ځوان ووهه.

ځوان لاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې توی نشوې بېرته عالم ته راغی.
عالم ترې پوښتنه وکړه: څومره ښځې دې په لاره کې ولیدې؟

ځوان ځواب ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مې هیڅ نه دي کتلي، ویریدم چې هسې نه شیدې رانه توی شي او ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.

عالم ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایي څخه همداسې وډار شي......!