د ‏نړۍ ‏تر ‏ټولو ‏غریب ‏ولسمشر

په تېرو لسو کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو غريب ولسمشر د يوروګوای هېواد ولسمشر جوزي موجيکا و.

 نوموړي چې  په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې يې انتخابات ګټلي او تر ۲۰۱۵ پورې د يوروګوای ولسمشر او بيا تر ۲۰۱۸ پورې د مشرانو جرګې رئيس و،  يوازې يو ۱۹۸۷ ماډل زوړ موټر لري او بس. 

په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې يې خپله سرمايه ملت ته اعلان کړه، ټوله هستي او نېستي یې پوره ۱۸۰۰ امريکايي ډالر وه.
د دې پرځای چې په مجلل او عصری کور کې واوسيږي، دا يې غوره وګڼله، چې له مېرمنې يې ورپاتې په هغه زوړ او وران کور کې واوسيږي، چې له پلازمېنې لرې په يوه کرونده کې واقع دی.

هغه مياشتنی معاش چې نوموړي له دولت څخه اخيسته ۹۰ فيصده يې په غريبانو او نادارو خلکو  نقسيماوه

نوموړي دوه ساتونکي، یو سپی درلود او تراکتور درلود چې هغه يې هم د دولت ملي شتمنۍ یا بیت المال ته وسپارل.