د ‏تالیبانو ‏برید ‏کې ‏۷ ‏پاکستاني ‏عسکر ‏هلاک ‏۴ ‏ژوبل

پاکستاني تالیبانو جنوبي وزیرستان کې په يو خونړي برید کې ۷ پاکستاني عسکر هلاک کړي او څلور سخت ټپيان دي.

د تحریک تالیبان پاکستان (TTP) د برید مسؤ لیت په خپله غاړه اخیستی دی. 
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار، موعد یوسف، په اسلام آباد کې په یوه لنډه وینا کې د دغه برید منلی، خو په اړه يې ډير جزئیات ور نکړل.

د تحریک تالیبان پاکستان سلګونوه جنګيالي او د دې ډلې د پخوانی مرستيال، مولوي فقیر محمد، د تالیبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته له زندانه آزاد شو.
مولوي فقیرمحمد د القاعده شبکې له مشر ایمن الظواهري سره نژدې اړيکي لري.

 یوازې په اګست مياشت کې پر پاکستاني پولیسو او پوځيانو ۳۲ بریدونه ترسره شويدي.