تالیبانو ‏یو ‏ځل ‏بیا ‏۹ ‏پاکستاني ‏عسکر ‏ووژل

د خېبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې یو ځل بیا د تحریک تالیبان پاکستان ډلې نهه پاکستاني عسکر وژلي دي.

دې ډلې د نوموړي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او دا یې هم ویلي چې پدې پېښه کې یې څلور پاکستاني عسکر مرګوني ټپیان کړي هم دي.
بلخوا د پاکستان پوځ وایي چې په دې برید کې اوه پاکستاني عسکر وژل شوي او په مقابل کې یې پنځه وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې او افغانستان کې د تالیبانو د واک ته رسېدو نه وروسته په خیبر پښتونخوا کې د تحریک تالیبان پاکستان لخوا په پاکستاني عسکرو حملې زیاتې شوي دي.