یو سړی په خپل ګاونډ کې په میړوښه ښځه مین شو، او په دې لټه کې شو چې په څه چل هغې ته لار برابره کړي.
یوه ورځ له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په چکر د وتلو له پاره تیارشو، دا چکر یې په سیمه کې نږدې غرونو او باغونو ته و.
ګاونډۍ معشوقي ته یې وویل: له میړه دې اجازه واخله موږ په چکر ځو ته هم راسره ولاړه شه، څرنګه چې له ده سره خپله میرمن او ماشومان يې هم وو نو هغه تیاره شوه او ټول په چکر روان شول.
د غره شنې لمنې ته چې ورسیدل خپلو ماشومانو ته یې وویل چې ځئ لوبو ته ولاړ شئ او خپلې لوبې کوئ. هغوی ولاړل او خپلې میرمنې ته یې وویل: هغه پورې بڼ ته ولاړه شه او یوڅه میوه راوړه ، هغه هم ولاړه.
اوس نو دی او ګاونډۍ میرمنه یې سره یوازې پاتې شول هغې ته یې خپل سپک نیت ښکاره کړ او ورته ویې ویل چې دې کارته راته تیاره شه سل دیناره به درکړم.
ښځه خوارکۍ حیرانه دریانه پاتې شوه خو فکر یې وکړ چې په کوم چل باید له دې سړي ځان وژغوري ږ، نو یې وویل چې د پیسو په چنه وهلو به یې بوخت کړم ترهغو یې ګوندې میرمن را ورسيږې، نو ورته ویې ویل:
سل دیناره ډیر کم دي ده ور دوه سوه کړل، هغې انکار وکړ آن پنځه سوه ته ور ورسیدې خو دې بیا هم انکار وکړ.
په دې وخت کې د سړي غوسه زیاته شوه او نیت یې کاوه چې په زور یې ونیسي، خو په دې وخت کې یو شپون پرې راپېښ شو، سړي د ځان غلطولو په نیت هغه ته ور ولاړ شو او ور سره په خبرو شو، په خبرو خبرو کې یې له دې ښځې سره د بدکارۍ په اړه خپله کیسه هم ورته وکړه، دلته ټکه را ولویدله!
شپون ورته موسکی شو او ورته ویې ویل: ډیر ساده سړی راته ښکاره شوې دومره پیسې دې ښځې ته ورکوې څو ستاخبره در سره ومنې ؟!!
هاغه پورې بڼ (هغه چې ده خپله ښځه ور لیږلې وه) وینې؟ هلته یوه ښځه وه ما په مفته دا کار ورسره وکړ هلته ورشه هم به دې موخه ترلاسه اوهم به دې پیسې ژغورلې وي .
پښتانه وایي چي د چا ور په ګوته مه وهه چې ستا ور به په لعته ووهل شي، پردیو ناموسونو ته چې څوک په سپکه ګورې، خپل ناموس به یې په سپکو سپک شي. پردیو خويندو او لوڼو ته چې څوک بد نیت لري خپلې لوڼه او خويندې یې خوندي نشي پاتی کیدلی .
که غواړې خپل ناموس مو دروند او ابرومند پاتې شي د نورو ناموس ته احترام او درنښت ولرئ.
د عبرت لپاره يې شير کړئ ترڅو د يو مسلمان ورور په اراده کې تغير راشي ثواب يې تاسو ته رسيږي.